۰

پوتین پر سوریه د امریکا برید ښکاره تېری بللی دی

شنبی ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۹
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پر سوریې د امریکا برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له ټولو نړیوالو قوانینو په ښکاره سرغاړاوی بللی دی.
پوتین پر سوریه د امریکا برید ښکاره تېری بللی دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پر سوریې د امریکا برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له ټولو نړیوالو قوانینو په ښکاره سرغاړاوی بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن شنبې د وري ۲۵ مه په سوریه د برید امر ورکړ، او ویل کېږي، تر اوسه یې په دمشق لسګونه مزایل ویشتلي دي.

امریکا وايي، دا برید یې د دې له پاره کړی، چې د اسد رژیم په دوما ښار کې کیمیاوي برید کړی او دوی غواړي د سوریې د حکومت هغه ځایونه په نښه کړي، چې د کیمیاوي وسلو له پاره کارول کېږي.

خو د روسیې ولسمشر پوتین پر سوریه د امریکا دغه برید ښکار تېری بللی او ویلي یې دي، چې د امریکا دغه کړنه به د سوریې روان کړکېچ نور هم ژور او خونړی کړي.

پوتین ویلي، امریکا په ښکاره توګه، د سوریې پر حریم تېری کړی دی او په دغه هېواد یې د توغندیو بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دی دغه عمل غندي او نړیوالې ټولنې غواړي، چې باید د امریکا د دغه راز کړنو مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي