۰

پوتین: هڅه کوو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي

پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۱
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وایي، مسکو د یوه باثبات او امن افغانستان په رامنځ ته کېدو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
پوتین: هڅه کوو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وایي، مسکو د یوه باثبات او امن افغانستان په رامنځ ته کېدو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه په یوه غونده کې کړې، چې په کې مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند هم حضور درلود.

په غونډه کې د روسیې ولسمشر ویلي، دوی یو باثباته، سوله ییز، نشه يي توکو او ترهګرۍ خلاص افغانستان غواړي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړي زیاته کړې«موږ د باثباته افغانستان په رامنخ ته کېدو کې همکاري کو، تر څو په دې حساسو شرایطو کې دغه هېواد ته دایمي ثبات او سوله راشي.»

پوتین وایي، روسیه له افغانستان سره له کلونو راهیسې ښې اړیکې لري او په دې نږدې وختونو کې یې د ديپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه هم و نمانځله.

د روسیې ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د سولې روانه پروسه بریالۍ شي او په دې توګه جګړه ځپلي افغانستان ته دایمي سوله راشي.

پوتین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې شنبې راهیسې په قطر کې د امریکا او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي.

دواړه لوري وایي، په خبرو کې پرمختګ شوی او هیله ده یوې موافقې ته سره ورسېږي، خو ځینې سرچینې وایي، دواړه لوري لا هم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش سره جوړ نه دي.

طالبان ټینګار کوي، چې په شپږو میاشتو کې دې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو امریکايي لوری وایي دغه موده باید له پنځو میاشتو تر دوه کلونو پورې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي