پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د یوه مشرانو جرګې د یوه غړي په کور په وسله وال برید کې سناتور افضل شامل ټپي او مېرمن یې وژل شوې ده.
د سناتور افضل شامل پر کور تېره شپه (د غوايي ۱۴ مه) د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وسله وال برید شوی.
د کابل د پولیسو د مطبوعاتي دفتر مسوول بصیر مجاهد
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د وسله والو په برید کې سناتور افضل شامل ټپي او مېرمن یې وژل شوې ده.
د هغه په وینا د برید پر مهال د سناتور په کور کې ۱۲ ساتونکي هم موجود و او دا ښيي، چې ښايي پېښه د کورنۍ ستونزې له امله رامنځ ته شوې وي.
د کابل د پولیسو مطبوعاتي مسوول زیاتوي، تر اوسه د پېښې دقیق لامل نه دی معلوم خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
د دغه برید مسوولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې هم د مشرانو جرګې یو غړي رفیع الله ګل افغان د کابل ښار د ۱۷ مې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل