سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو غزني ولایت کې د شمس العارفان په نوم زیات په بمونو الوځولې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۱۱مه) شاوخوا درې بجې د شمس په کلي کې چې دغه زیارت هم په کې دی رامنځ ته شوې ده.
د سیمې خلک وايي، د شپې درې بجې یې د یوې درنې چاودنې غږ واورېده، خو کله چې سهار را ووتل ګوري چا د شمس العارفان زیات په کنډواله بدل کړی دی.
د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیر هم تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو د شمس العارفان زیات په بمونو الوزولی خو په وینا یې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، شمس العارفان زیات د غزني له مهمو تاریخي آبدو څه یو و، چې په دې وروستیو کې یې ځینې برخې رغول شوې هم وې.
تر اوسه د دې زیات د الوزولو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:غزني