۰

پاکستان ۳۶۰ هندي زندانیان آزادوي

شنبی ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۶
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې ډېر ژر به د هند ۳۶۰ تنه زندانیان د پاکستان له زندانونو خوشي کړي.
پاکستان ۳۶۰ هندي زندانیان آزادوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې ډېر ژر به د هند ۳۶۰ تنه زندانیان د پاکستان له زندانونو خوشي کړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلان پرون جمعه د وري ۱۶ مه کړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي په دغه زندانیانو کې ډېری هغه کب نیوونکي دي، چې د کب نیونې پر مهال په غیر قانوني توګه د پاکستان اوبو ته د ننه شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیات ویاند محمد فیصل وایي، دغه زندانیان به په څو ورځو کې په څلورو پړاونو کې خوشي شي.
نوموړي ویلي په دغه زندانیانو کې ۳۵۵ کب نیوونکي او پنځه نور یې غیر نظامیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي