د کورنیو چارو وزارت وايي، د غلو هغه دوهمه ډله یې هم نیولې، چې نن یې د ښار له منډوي څخه نېږدې ۱۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه سهار وختي د کابل په منډوي کې درې مارکېټونو اور واخیست چې لسګونه هټۍ په کې سوځېدلې او خلکو ته یې میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.
پر اور سربېره په یاده سیمه کې د غلو ځینو ډلو په غلاو هم لاس پورې کړی و خو د کورنیو چارو وزارت پر وخت اقدام د لویو غلاو مخه ونیوله.
یاد وزارت وايي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د غلو یوه ډله چې د منډوي له سیمې یې غلا کړې وه او د تېښتې هڅه یې کوله ونیوله.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي د غلو دغه ډلې ۹ .۹ میلیونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې، چې د پولیسو له خوا ونیول شول او غلا شوې پیسې بېرته خپل څښتن ته وسپارل شوې.
دغه پيسې د دوه تنو له خوا غلا شوې وې، خو په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د اورلګېدنې له سیمې یې د نن سهار راهیسې ۱۱ تنه نور غله هم نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت پر هغه کسانو چې په لومړی حوزه کې یې مالونه یا پیسې غلا شوې دي، غږ کړی، چې د خبرتیا او د غلو د پېژندلو لپاره د کابل جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ریاست ته مراجعه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل