راپورنه وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د دواړو کمېسیونونو غړي ممنوع الخروج اعلان کړي او ښايي دوی له خپلو دندو لرې کړای شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز راپورونه زیاتوي، ولسمشر دا پرېکړه هم کړي، چې د ټاکنو قانون تعدیل کړي.
د راپورنو پر بنسټ د کمېسیونو د غړو د ممنوع الخروج کېدو خبر وروسته له هغې راپورته شوه، چې یوه کمېسیون له ولسمشر څخه په یوه لیک بهر ته د سفر اجازه غوښتې.
یک تلوېزیون په راپور کې ویل دوی داسې یوه پاڼه تر لاسه کړې، چې د ټاکنو کمېسیون د یوه غړي اړوند ده او دا له ولسمشر څخه د سفر د اجازې غوښتولو په اړه ده.
به دې راپور کې ویل شوي، ولسمشر غني د ټاکنو کمېسیون د یاد کمېشنر چې نوم یې نه دی اخستل شوی په ځواب کې کمېسیونونو ته ویلي تر چې د پارلماني ټاکنو پایلې نه وي اعلان شوې هېڅوک هم بهر ته د سفر اجازه نه لري او نه هم سفر کولی شي.
ویل کېږي وروسته د ټاکنو کمېسیون د رییس د دفتر مسوول د ولسمشر دغه لارښود ټولو کمېشنرانو ته رسولی او په پای کې یې ترې لاسلیک اخیستی دی.
بل خوا طلوع تلوېزیون د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې حکومت د ټاکنو قانون د تعدیل پر طرحه کار پیل کړی او د همدې طرحې په عملي کېدو سره به د کمېسیونونو کمېشنران له دندو لرې کړی شي.
سرچینې ویلي دغه طرحه به د تققني فرمان په توګه توشیح شي چې په کې به یو تن د سترې محکمې، یو تن د لوی څارنوالۍ، یو تن د بشري حقونو د کمېسیون، یو تن پر اساسي قانون د څار کمېسیون او یو تن له مدني ټولنې شکایتونو ته د رسېدنې د کمېسیون غړي وي.
جمهورخبري آژانس:کابل