د ملي امنیت سلاکار او په واشنګټن کې پخوانی سفیر ډاکتر حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه هم ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري او د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم د دې خبر پخلی کړی دی.
ارګ ویلي د دې لپاره چې د کورنیو چارو وزارت چارې ټکنۍ نه شي، د بل وزیر تر ټاکل کېدو پورې به محب د دغه وزارت چارې هم مخ ته وړي.
په ورته وخت کې ویل کېږي، ولسمشر غني هم پرون ماښام د کورنیو چارو وزارت ته ورغلی او د وزارت چارواکو ته یې ډاډ ورکړی، چې د اصلاحاتو بهیر به دوام وکړي.
ولسمشر په همدې ناسته کې ډاکتر حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د نوي سرپرست وزیر په توګه معرفي کړی دی.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست و، خو دا چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي غني لومړی مرستیال وټاکل شو، نو له دغه وزارته یې استعفا ورکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل