۰
د سولې عالي شورا:

د سولې پر وړاندې خنډونه لرې شوي، د مذاکراتو رسمي پیل ته انتظار یو

شنبی ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په برخه کې ښه پرمختګونه تر لاسه شوي، او دغه شورا اوس د سولې د مذاکراتو رسمي پیل ته انتظار باسي.
د سولې پر وړاندې خنډونه لرې شوي، د مذاکراتو رسمي پیل ته انتظار یو
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په برخه کې ښه پرمختګونه تر لاسه شوي، او دغه شورا اوس د سولې د مذاکراتو رسمي پیل ته انتظار باسي.

دغه څرګندونې د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري له جمهور خبري آژانس سره په یوه مرکه کې وکړې او ټینګار یې دا و، چې د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لرې شوې دي.

نوموړي و ویل«موږ انتظار یو چې افغان حکومت او طالبان خپل مرکچي پلاوي وټاکي، تر څو په افغانستان کې د سرتاسري سولې له پاره عملي ګامونه واخستل شي.»

طاهري و ویل، چې د سولې په تړاو ټولې خواوې یوه خوله شوې او د افغان حکومت په مشرتابه کې هم د سولې په تړاو هېڅ ډول د اختلاف نظر نشته، او دا مهال هڅه کېږي، چې د نړیوالو ملاتړ په ملاتړ له طالبان سره د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې طاهري دا هم
ځینې سرچینې وايي، حکومت د ولسمشر غني د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ ۱۱ کسیزه مرکچي پلاوی ټاکلی، چې په کې د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلوتور وزارت سرپرسته حسینه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله عالمه، د ملي امنیت مرستیال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماوو شورا غړی عطاالله لودین، د پکتیا والی شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي او د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي هم برخه لري.
و ویل، چې امریکا او د نړۍ ځینې نور هېوادونه چې افغان سولې د خبرو ګړندي کوونکي دي، هڅه کوي دغه خبرې د افغانستان د سولې عالي شورا په مشرتوب تر سره شي.

د سولې عالي شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي، حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو ۱۱ کسیزه نوی مرکچي پلاوی ټاکلی دی.

ځینې سرچینې وايي، حکومت د ولسمشر غني د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ ۱۱ کسیزه مرکچي پلاوی ټاکلی، چې په کې د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي، د اطلاعاتو او کلوتور وزارت سرپرسته حسینه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله عالمه، د ملي امنیت مرستیال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماوو شورا غړی عطاالله لودین، د پکتیا والی شمیم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي او د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي هم برخه لري.

د سولې د مرکچي پلاوی په دې ترکیب باندې یو شمېر سیاسیون او سیاسي ګوندونو نیوکې کړې او وايي، دا یو طرفه ترکیب دی او د سیاسي ګوندونو له ګډون پرته به د سولې په برخه کې ګټور تمام نه شي، بلکې هڅې به یې ناکامې شي.

خو د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، دا چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اړ حکومت دی نو باید خبرې کوونکی پلاوی هم د حکومت له خوا وټاکل شي.

طاهري د دې پوښتنې په ځواب کې چې که دا ۱۱ کسیزه پلاوی رښتیا وي او یا هم وټاکل شي، نو دا کار به د سولې عالي شورا سره یو موازي ګام نه وي ویل«نه ځکه د خبرو کولو اړوند اړخونه حکومت اوطالبان دي، د سولې عالي شورا په دې کې د منځګړي او زمینه برابروونکي رول لري.»

د افغانستان د سولې عالي شورا پر داسې مهال د سولې راتګ ته هیلې زیاتې ښيي او وایي پر وړاندې یې پراته خنډونه له منځه تللي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنشنبې په ورځ ویلي، چې امریکا د افغان سولې په خبره کې ډېر قوي مذاکرات روان کړي او تر اوسه ډېری خلک له دې نه دي خبر.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي