سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې پر ټولو مخابراتي شبکو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان ویلي، حکومت په لوی لاس خپل حاکميت کمزوری ښيي، ځکه له يادو شبکو سره شوی قرارداد داسې نه دی چې په ټولو سيمو کې دې د طالبانو په امر فعاليتونه بند وي.
په ورته وخت کې ویل کېږي، هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان د مخابراتو رييس او د خصوصي شبکو مسوولین يې ورغوښتي وو تر څو په دغه برخه کې شوی قرارداد او معلومات ورسره شريک کړي.
بل خوا د يوې خصوصي مخابراتي شبکې يو تن مسوول د نوم نه اخيستو په شرط وویل، په دې اړه له طالبانو سره د دوی د مشرانو خبره شوې، شبکې هم د مرکز له خوا بندې شوې او دوی په کې واک نه لري.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل