۰

میدان وردګو کې ماین چاودنو پنځه ولسي وګړي وژلي

سی شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۸
سیمه ییز چارواکي وایي، میدان وردګو ولایت کې د ولسي وګړو پر موټرو د سړک د غاړې ماین چاودنو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
میدان وردګو کې ماین چاودنو پنځه ولسي وګړي وژلي
سیمه ییز چارواکي وایي، میدان وردګو ولایت کې د ولسي وګړو پر موټرو د سړک د غاړې ماین چاودنو ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنې نن سه شنبې د تلې ۲۹ مه د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ په کوټه اشرو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، د ولسي وګړو پلانکوچ او سراچه موټر له بامیانو کابل ته روان و، چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.

د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریف زیاتوی، چې په دغه چاودنو کې درې ماشومان او دوې ښځې وژل شوې او پنځه ښځې او څلور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

خو د میدان وردګ د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وايي، په چاودنو کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي.

دی زیاتوي، چې لومړۍ چاودنه پر فلانکوچ موټر شوې او دوهمه په هغه سراچه موټر شوې، چې د لومړۍ پېښې ټپیان یې روغتون ته لېږدول.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي