۰

د بغلان والي د دغه ولایت دولتي مامورینو ته ګواښ کړی دی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۰
د بغلان والي عبدالحی تعمتي د دغه ولایت ټولو دولتي کارکوونکو ته ګواښ کړی، چې که د ټاکنو له پاره نوم لیکنه ونه کړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
د بغلان والي د دغه ولایت دولتي مامورینو ته ګواښ کړی دی
د بغلان والي عبدالحی تعمتي د دغه ولایت ټولو دولتي کارکوونکو ته ګواښ کړی، چې که د ټاکنو له پاره نوم لیکنه ونه کړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غوايي ۴ مه پلخمري ښار کې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي حکومت غواړي، چې د رایې ورکولو له پاره د نوم لیکنې بهیر ګړندۍ شي، خو په وینا یې دغه بهیر تر اوسه پڅ روان دی.

د بغلان والي زیاته کړه د نوم لیکنې بهیر هغه مهال ګړندۍ کېدای شي، چې لومړی دولتي مامورین نوم لیکنه وکړي او بیا نورو خلکو ته د نوم لیکنې بلنه ورکړي.

هغه ګواښ هم وکړ، چې که هر دولتي مامور د رایې ورکولو له پاره نوم لیکنه ونه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

ویل کېږي، چې په بغلان کې د نوم لیکنې بهیر خورا پڅ روان دی او ان تر اوسه د دولتي مامورینو تر څنګ د مدني ټولنو غړو هم نوم لیکنه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي