۰

پاکستان قطر ته جنګي الوتکه لېږلې ده

پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۴
په داسې حال کې، چې د سعودي عربستان او قطر تر منځ کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی، پاکستان قطر ته خپله نظامي الوتکه لېږلې ده.
پاکستان قطر ته جنګي الوتکه لېږلې ده
په داسې حال کې، چې د سعودي عربستان او قطر تر منځ کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی، پاکستان قطر ته خپله نظامي الوتکه لېږلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول، چې پاکستان غواړي د عربي هیوادونو تر منځ لانجه کې د قطر تر څنګ ودریږي، خو د سعودي له ګواښ وروسته پاکستان له دې کار په شا شو.
خو اسلام آباد دا ځل د آموزشي جنګي الوتکو تر نامه خپلې جنګې چورلکې د یاد هېواد د ملاتړ په موخه استولې ده، چې هلته یې د قطري چارواکو له لوري هرکلی شوی دی.
د قطر د پوځ مشر احمد بن ابراهیم مالکي د اسلام آباد د پوځیانو او الوتکو د هرکلي لپاره د خوښۍ لویه غوڼده جوړه کړې وه.
په قطر کې د پوځي پوهنتون چارواکو ویلې، چې له دې وروسته به د نورو الوتکو ترڅنګ قطري پیلوټانو ته د پاکستان سوپر توغوندي وشتونکو الوتکو زده کړې هم ورکول کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین