۰
عارف رچمان:

اندونیزیا به له افغانستان سره خپلې اړیکې او همکاري نوره هم زیاته کړي

دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۵۵
ولسمشر غني په نږدې راتلونکي کې اندونيزيا ته سفر کوي او د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو څو تفاهنمامې لاسليک کړي.
اندونیزیا به له افغانستان سره خپلې اړیکې او همکاري نوره هم زیاته کړي
ولسمشر غني په نږدې راتلونکي کې اندونيزيا ته سفر کوي او د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو څو تفاهنمامې لاسليک کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له ارګ خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر محمد اشرف غني، نن د افغانستان لپاره د اندونیزیا د نوي سفیر ډاکټر عارف رچمان باورلیک ومانه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه مراسمو کې د اندونیزیا نوي سفیر ولسمشر غني ته خپل باورلیک وسپاره او تر څنګ یې ورته د خپل هېواد د مشرتابه نېکې هیلې وړاندې کړې.
عارف رچمان ویلي، چې د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ زړه دوستي ده او ډاډ یې ورکړ، چې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات لا پسې غښتلي شي.
ولسمشر غني بيا رچمان ته د نوي دندې د مبارکۍ تر څنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اندونیزیا همکاري وستایله او اندونیزیا یې د افغانستان دوست او ورور هېواد وباله.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


hamdullah shaheen
Turkey
اندونيزيا يو ډیر ښه هیواد دی اندونيزيا به له افغانستان سره مرسته وکړي خو افغان حکومت هم باید له اندونيزيا سره مرسته وکړي ترڅو دواړه هېوادونه لا پیاوړي شي
پربازدیدترین