عارف رچمان:

اندونیزیا به له افغانستان سره خپلې اړیکې او همکاري نوره هم زیاته کړي

7 حمل 1396 ساعت 7:55

ولسمشر غني په نږدې راتلونکي کې اندونيزيا ته سفر کوي او د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو څو تفاهنمامې لاسليک کړي.


ولسمشر غني په نږدې راتلونکي کې اندونيزيا ته سفر کوي او د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو څو تفاهنمامې لاسليک کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له ارګ خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر محمد اشرف غني، نن د افغانستان لپاره د اندونیزیا د نوي سفیر ډاکټر عارف رچمان باورلیک ومانه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه مراسمو کې د اندونیزیا نوي سفیر ولسمشر غني ته خپل باورلیک وسپاره او تر څنګ یې ورته د خپل هېواد د مشرتابه نېکې هیلې وړاندې کړې.
عارف رچمان ویلي، چې د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ زړه دوستي ده او ډاډ یې ورکړ، چې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات لا پسې غښتلي شي.
ولسمشر غني بيا رچمان ته د نوي دندې د مبارکۍ تر څنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اندونیزیا همکاري وستایله او اندونیزیا یې د افغانستان دوست او ورور هېواد وباله.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92660

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92660/

جمهور
  https://www.jomhornews.com