۰

روان کال په ټول هېواد کې ۱۶۰۱ ملکیان وژل شوي

دوشنبه ۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۷
یوناما وایي، روان میلادي کال په افغانستان کې د بېلا بېلو بریدونو په ترڅ کې ۱۶۰۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.
روان کال په ټول هېواد کې ۱۶۰۱ ملکیان وژل شوي
یوناما وایي، روان میلادي کال په افغانستان کې د بېلا بېلو بریدونو په ترڅ کې ۱۶۰۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یوناما معلومات ښيي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې سلنه د تېر کال په پرتله څلور سلنه لوړه شوې ده.
د دغه ټولنې استازي تادامیچي یاماموتو چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روان کال په ترڅ کې تر دې دمه ۱۶۰۱ ملکیان په بېلا بېلو بریدونو کې وژل شوي چې د هرو درېیو وژل
د دغه ټولنې استازي تادامیچي یاماموتو چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روان کال په ترڅ کې تر دې دمه ۱۶۰۱ ملکیان په بېلا بېلو بریدونو کې وژل شوي چې د هرو درېیو وژل شوو غیر ملکي وګړو په منځ کې یو یې ماشوم دی.
شوو غیر ملکي وګړو په منځ کې یو یې ماشوم دی.
تادامیچي زیاته کړه، چې تر ډيره یاده مرګ ژوبله د وسله والو لخوا افغانانو ته اوښتې خو په ورته وخت کې افغان او نړیوال ځواکونه هم د ملکیانو په وژنه کې پړه دي.
ده وویل، چې ولسي وګړو ته تر ډيره مرګ ژوبله د وسله والو له لوري په ځای پر ځای شوو سرک غاړې ماینونو کې اوښتې ده.
د هغه په وینا د امریکايي ځواکونو د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې هم ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي دا هم وویل، چې داعش ډلې په افغانستان کې د ملکیانو په وژنه لاس پورې کوي، خو له ډېرو هڅو سره سره په افغانستان کې د پښې ځای نه لري او دلته به وده ونه کړي.
په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې استازی تادامیچي یاماموتو د جګړې ښکیل اړخونه باید د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په کابل کې پر لاریون کوونکو د ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۰ کسان و وژل شول او نېږدې ۲۶۰ تنه ټپیان شول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین