روان کال په ټول هېواد کې ۱۶۰۱ ملکیان وژل شوي

4 اسد 1395 ساعت 11:07

یوناما وایي، روان میلادي کال په افغانستان کې د بېلا بېلو بریدونو په ترڅ کې ۱۶۰۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.


یوناما وایي، روان میلادي کال په افغانستان کې د بېلا بېلو بریدونو په ترڅ کې ۱۶۰۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یوناما معلومات ښيي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې سلنه د تېر کال په پرتله څلور سلنه لوړه شوې ده.
د دغه ټولنې استازي تادامیچي یاماموتو چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د روان کال په ترڅ کې تر دې دمه ۱۶۰۱ ملکیان په بېلا بېلو بریدونو کې وژل شوي چې د هرو درېیو وژل شوو غیر ملکي وګړو په منځ کې یو یې ماشوم دی.
تادامیچي زیاته کړه، چې تر ډيره یاده مرګ ژوبله د وسله والو لخوا افغانانو ته اوښتې خو په ورته وخت کې افغان او نړیوال ځواکونه هم د ملکیانو په وژنه کې پړه دي.
ده وویل، چې ولسي وګړو ته تر ډيره مرګ ژوبله د وسله والو له لوري په ځای پر ځای شوو سرک غاړې ماینونو کې اوښتې ده.
د هغه په وینا د امریکايي ځواکونو د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې هم ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي دا هم وویل، چې داعش ډلې په افغانستان کې د ملکیانو په وژنه لاس پورې کوي، خو له ډېرو هڅو سره سره په افغانستان کې د پښې ځای نه لري او دلته به وده ونه کړي.
په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې استازی تادامیچي یاماموتو د جګړې ښکیل اړخونه باید د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ په کابل کې پر لاریون کوونکو د ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۰ کسان و وژل شول او نېږدې ۲۶۰ تنه ټپیان شول.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82844

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com