د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا غواړي د خبرو پر ځای د اسلامي امارت د چارواکو عمل وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي چارواکو دغه څرګنونې د افغانستان د اسلامي امارت د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين د هغو خبرو په غبرګون کې کړې، چې ویلي یې دي، امريکا ته د دښمن په نظر نه ګوري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې ويلي، د امريکا متحد ايالتونه د سراج الدین حقاني څرګندونې ته په شکمن نظر ګوري.
دی وايي، اسلامي امارت باید د لوړو ټولګیو د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او مېرمنو ته د ټولنې او هيواد د هوساينې او معيشت په ښه کولو کې ونډه ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارواکو د ویاند اسلامي امارت چارواکي بايد په عمل کې ثابته کړي چې دښمني نه پالي.
جمهورخبري آژانس:کابل