۰

امریکا د افغان کډوالو لپاره ځانګړی استازې ټاکلې ده

چهارشنبه ۲۱ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې استازې او مسووله ټاکې ده.
امریکا د افغان کډوالو لپاره ځانګړی استازې ټاکلې ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې استازې او مسووله ټاکې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پخوانۍ ديپلوماته الزابت جونز د افغان کډوالو د لېږد او ځای پر ځای کولو د نوې مسوولې په توګه ګومارل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، نوموړې به د افغانانو له ایستلو نیولې تر ځای پر ځای کولو پورې ټوله پروسه څاري او تنظیموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، دمګړی د کډوالو د وتلو بهیر ګډوډ دی او دوی هڅه کوي هغه کسان ولېږدوي چې په رښتینې مانا له خطرونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرې شنبې راهیسې یوازې ۲۵۰۰ افغانان له جرمني امریکا ته لېږدول شوي دي او شپږ زره لا هم د جرمني د مشتین په پوځي اډه کې پاتې دي.

امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته زرګونه کسان له دې ځایه لېږدولي چې د راپورونو له مخې دمګړی د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي او ځینې یې ان د دې غوښتونکي دي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي