ملګري ملتونه: ۲۰ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي

20 ثور 1401 ساعت 12:15

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي، افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي، افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام د کرنې او خوړو له ادارې سره په ګډ خپاره کړي راپور کې ویلي چې افغانستان کې د لوږې کچه ورځ په ورځ د لوړېدو په حال کې ده او کچه یې یوې بشري فاجعې ته رسېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې ۱۹،۷ میلیونه افغانان دمګړی له سختې لوږې او د خوړو له کمښت سره مخ دي، چې ډېری یې د هېواد په شمال ختیځو سیمو کې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې باید له اړمنو کسانو سره پر وخت مرستې وشي او د یوه ستر بشري ناورین مخنیوی دې وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۰ زره داسې کسان دي چې د لوږې له امله یې ژوند له خطر سره مخ دی او دا شمېره ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150366

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150366/

جمهور
  https://www.jomhornews.com