د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي، افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام د کرنې او خوړو له ادارې سره په ګډ خپاره کړي راپور کې ویلي چې افغانستان کې د لوږې کچه ورځ په ورځ د لوړېدو په حال کې ده او کچه یې یوې بشري فاجعې ته رسېږي.
په راپور کې ویل شوي، چې ۱۹،۷ میلیونه افغانان دمګړی له سختې لوږې او د خوړو له کمښت سره مخ دي، چې ډېری یې د هېواد په شمال ختیځو سیمو کې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې باید له اړمنو کسانو سره پر وخت مرستې وشي او د یوه ستر بشري ناورین مخنیوی دې وشي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۰ زره داسې کسان دي چې د لوږې له امله یې ژوند له خطر سره مخ دی او دا شمېره ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده.
جمهورخبري آژانس:کابل