د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، امریکا او ځینې غربي هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قمي په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي او په دې هڅه کې دی چې وکړی شي له افغانانو سره د دوی د هېواد په جوړولو کې مرسته وکړي.
د ایران ځانګړي استازي ټینګار کړي، چې امریکا او ځينې نور غربي هېوادونه په افغانستان کې ناکام شول او اوس یې هڅه دا ده چې د کابل او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې شي خو دوی به بریالي نه شي.
دغه ایراني چارواکي دا هم ویلي، چې طالبان د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره د لویې جرګې رابللو ته هم تمایل لري او په دې اړه د ده په وینا په کابل کې خبرې پیل شوې دي.
د ده به خبره که څه هم طالب چارواکو د خپلو سیاسي مخالفینو سره د لویې جرګې د رابللو په اړه خبرې اترې پیل کړې خو ټینګار یې کړي، چې افغانستان کې له ټول ګډونه حکومت پرته ثبات امکان نه لري.
د ایران دغه ديپلومات داسې مهال پورته څرګندونې کوي چې تازه یو افغان پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو د بحث لپاره ایران ته تللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل