سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو پاکستان ته د یو اندازه وسلو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییزي چارواکو ویلي، قاچاق وړونکو غوښتل، چې ۱۶ میله ډول ډول وسلې پاکستان ته قاچاق کړي، خو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
په راپور کې ویل شوي، چې د دغه وسلو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي هم دي.
جمهورخبري آژانس:کابل