سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې یوه ځوان د خپلې کورنۍ پنځو تنو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه وړمه شپه ناوخت د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالصیر زابلی وايي، د دوی معلومات ښيي، چې ډزې د کورنۍ د یوه ځوان له خوا شوې او پنخو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا دغه ځوان ادعا کړې، چې دی په ځان نه دی پوه او ډزې ترې شوې، چې له امله یې پلار وژل شوی او د یوه ماشومان په ګډون څلور نور د کورنۍ غړي یې ټپیان شوي دي.
زابلي زیاته کړه ډزې کوونکی ځوان چې خیال شاه نومیږی په خپله هم ټپي دی او د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل