سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ فرضي کرښې له هغې خوا پر کونړ ولایت د توپونو بریدونه پیل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کونړ کې د طالبانو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پاکستان د کونړ ولایت په سرکاڼو او مرورې ولسوالیو بریدونه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، د سې شنبې له مازدېګر راهیسې د پاکستان له خوا ډزې روانې دي او دوی مساله له کابل سره شریکه کړې ده.
تر اوسه د دې ډزو په اړه اسلام اباد څه نه دي ویلي او د مرګ ژوبلې خبر هم نه دی ورکړل شوی.
خو د ډیورند له کرښې سره نژدې یو شمېر کسانو ویلي دي چې کډې یې نورو سیمو ته بار کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل