د افغانستان د پاسپورټ ریاست ویلي، چې په کابل کې ېې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، د کابل اوسېدونکو ته د تېر په شان بيا پاسپورټونه ویشي او مراجعين ورته ورتللی شي.
د پاسپورټ ریاست د کارونو د ځنډ لامل د پاسپورټ په اړوندو ځینو ماشينونو کې تخنيکي ستونزې ګڼل شوې وې.
د یادونې ده، چې دغه ریاست وړاندې هم څو ځلې خپل فعالیت پیل کړ خو تر لنډې مودې وروسته به یې بېرته ودراوه.
جمهورخبري آژانس:کابل