۰

د سالنګ لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
له یوې شپې او ورځې سختې واورې ورېدنې وروسته د سالنګ لویه لار بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.
د سالنګ لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوه
له یوې شپې او ورځې سختې واورې ورېدنې وروسته د سالنګ لویه لار بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سالنګونو د ساتنې او څار ریاست نن یکشنبې د سلواغې ۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه لویې لارې د خلاصون خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې لاس د نن سهار راهیسې د تګ راتګ پر مخ خوشې شوې، خو په وینا یې یوازې مسافر ورړونکي موټرو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د سالنګونو مسوولین وايي، دا مهال شمالي او جنوبي سالنګونو کې هوا پاکه ده خو به جنوبي سالنګ کې خفیف توفان دوام لري.

باید و ویل شي، چې د سالنګونو لار د تېرې جمعې له ورځې راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي