کابل کې د چین سفیر وايي، د مرستو د لېږد لړۍ کې ۵۰۰ ټنه نور خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته رسېدونکي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وانګ یو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه ۵۰۰ ټنه مرستې پرون یکشنبې د سلواغې ۹ مه د چین له شینجینانګد څخه په ریل ګاډي کې بار او د افغانستان په لور یې حرکت کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرسته کې غنم، بوره، غوړي او د کچالو د پروسس ماشینونه شامل دي، چې به ډېر ژر افغانستان ته راوسېږي.
د چین سفیر دغه راز ویلي، چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې به هم د غنمو او نورو خوراکي موادو د مرستو یوه بله جوپه افغانستان ته واستول شي.
چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د ژمني توکو په ګډون د نورې مرستې کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل