قطر او ترکیې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

20 جدی 1400 ساعت 8:11

د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو محمد بن عبدالرحمن او مولود چاوش اوغلو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.


د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو محمد بن عبدالرحمن او مولود چاوش اوغلو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اوغلو او عبدالرحمن خبرې پرون یکشنبې د زمري ۱۹ مه پر تلېفون شوې او دواړو لورو له افغانستان سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې مکالمه کې د افغانستان روان وضعیت ارزول شوی او د ګډو همکاریو په اړه نظرونه تبادله شوي دي.

ترکیه او قطر غواړي په راتلونکو اونیو کې په افغانستان کې د پنځو مهمو هوایي ډګرونو مسوولیت واخلي او د کنټرول چارې یې مخ ته یوسي.

دوی له افغان لوري سره خبرې کړې دي، خو دغه خبرې دمګړی د نوي میلادي کال د رخصتیو له امله ځنډېدلې دي.

د ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیران پر داسې مهال پر افغانستان غږېږي، چې پرون د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم پر افغانستان او له دغه هېواد سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146581

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146581/

جمهور
  https://www.jomhornews.com