د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو محمد بن عبدالرحمن او مولود چاوش اوغلو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوغلو او عبدالرحمن خبرې پرون یکشنبې د زمري ۱۹ مه پر تلېفون شوې او دواړو لورو له افغانستان سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې مکالمه کې د افغانستان روان وضعیت ارزول شوی او د ګډو همکاریو په اړه نظرونه تبادله شوي دي.
ترکیه او قطر غواړي په راتلونکو اونیو کې په افغانستان کې د پنځو مهمو هوایي ډګرونو مسوولیت واخلي او د کنټرول چارې یې مخ ته یوسي.
دوی له افغان لوري سره خبرې کړې دي، خو دغه خبرې دمګړی د نوي میلادي کال د رخصتیو له امله ځنډېدلې دي.
د ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیران پر داسې مهال پر افغانستان غږېږي، چې پرون د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم پر افغانستان او له دغه هېواد سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل