د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی، چې امریکايي سرتېري د وژل کېدو لپاره افغانستان ته نه لېږل کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن په یوه خپاره کړي پیغام کې زیاته کړې، دا لومړی ځل دی، چې امریکايي عسکر د نوي کال جشن په افغانستان کې نه نماځي او د دا د امریکا د حکومت لویه لاس ته راوڼه ده.
بلېنکن وايي، دوی بریالي شول، چې د ناټو شل کلن ماموریت پای ته ورسوي، د تخلیې ماموریت په بریالیتوب سره ترسره شي او زرګونه هغه کسان و ایستل شي چې ژوند یې له خطر سره مخ و.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دي، لا هم بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به د امریکايي حکومت ديپلوماسي روانه وي او له خطر سره مخ کسانو ایستل به هم ادامه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل