۰

بلېنکن د ابوظبۍ له ولیعهد سره پر افغانستان هم خبرې کړې

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ له ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان سره د افغانستان په ګډون په یو لړ مسایلو خبرې اترې کړې دي.
بلېنکن د ابوظبۍ له ولیعهد سره پر افغانستان هم خبرې کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ له ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان سره د افغانستان په ګډون په یو لړ مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بلېنکن له نهیان سره په مهمو سیمه ییزو مسایلو، دوه اړخیزو شراکتونو او د پراخ بنسټه همکاریو د لا زیاتېدو په تړاو بحث کړی.

سرچینه وایي، بلېنکن د متحده عرب اماراتو له مخلصانه همکاریو څخه مننه کړې چې له افغانستانه ‌یې د امریکا اتباعو، د سفارت کارکوونکو او د درېیمو هېوادونو ته د بهرنیانو د خوندي عبور لپاره زمینه برابره کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کړی دی.

خپله بلېنکن هم په خپل ټویټر لیکلي، چې له ولیعهد محمد بن زاید سره یې په مهمو سیمه ‌ییزو مسئلو او د افغانستان په اړه په ګډ کار باندې خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې محمد بن زاید له ۲۰۱۴ کال راهیسې د متحده عربي اماراتو ټولې رسمي دولتي چارې مخته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي