کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو د امریکا د بندیزونو پر وړاندې لاریون کړی وایي، امریکا دې افغانانو ته د ژوند کولو اجازه ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مېرمنو په خپلو شعارونو کې پر امریکا غږ کړی، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
لاریون کوونکې وايي، د امریکایي حکومت د فشارونو او بندیزونو له امله افغانانو ته ژوند سخت شوی دی او دلته یې وضعیت ترینګلی کړی دی.
دوی زیاته کړې، امریکا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانانو پر حقونو سترګې پټوي او اقتصادي فشارونو ته یې مخه کړې ده.
لاریون کوونکو پر امریکا غږ کوي چې کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.
وروسته له هغه چې نوې حکومت د واک واګې تر لاسه کړه امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني په نړیوالو بانکونو کې کنګل کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل