افغان مېرمنو کابل کې د امریکا د بندیزونو پر ضد لاریون کړی دی

8 جدی 1400 ساعت 10:45

کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو د امریکا د بندیزونو پر وړاندې لاریون کړی وایي، امریکا دې افغانانو ته د ژوند کولو اجازه ورکړي.


کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو د امریکا د بندیزونو پر وړاندې لاریون کړی وایي، امریکا دې افغانانو ته د ژوند کولو اجازه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مېرمنو په خپلو شعارونو کې پر امریکا غږ کړی، چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

لاریون کوونکې وايي، د امریکایي حکومت د فشارونو او بندیزونو له امله افغانانو ته ژوند سخت شوی دی او دلته یې وضعیت ترینګلی کړی دی.

دوی زیاته کړې، امریکا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانانو پر حقونو سترګې پټوي او اقتصادي فشارونو ته یې مخه کړې ده.

لاریون کوونکو پر امریکا غږ کوي چې کنګل شوې شتمني ازاده کړي او د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

وروسته له هغه چې نوې حکومت د واک واګې تر لاسه کړه امریکا د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني په نړیوالو بانکونو کې کنګل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com