هندي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله وايي، پاکستان لا هم د هند زرګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپور کې ویل شوي سره له دې چې پاکستان ژمنه کړې وه د غنمو لېږد ته به اجازه ورکوي، خو تر اوسه یې پر دې ژمنه عمل نه دی کړی.
د هند په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي دمګړی زرګونه ټنه غنم په بندري سیمه کې افغانستان ته د لېږد لپاره تم شوي چې پاکستان یې د لېږد مخنیوی کوي.
د سرچینې په وینا په دې محموله کې درمل او نور خوراکي توکي هم شته دي خو پاکستان یې پر وړاندې ډول ډول پلمې پلټي.
د یادونې ده، پاکستان په ځانګړي ډول د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان هم څه موده وړاندې و ویل، چې دوی هند ته اجازه ورکوي، چې افغانستان ته غنم ولېږدوي.
جمهورخبري آژانس:کابل