عیني شاهدان وايي، پکتیا ولایت کې یو ځان د بې کارۍ او فقر له امله ځان باروړونکي موټر لاندې غورځولی او وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه د مرکز ګردېز ښار د رحیم ګردېزي څلور لاري سره رامنځ ته شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا دغه ځوان ۳۵ کاله عمر درلود او د سختې بېکارۍ او لوږې له امله یې ځان ټېلر موټر ته غورځولی او وژلی دي.
تر اوسه د دغه کس د هویت په اړه معلومات نشته او ځايي چارواکو هم څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا