سیمه ییز چارواکي وايي، د ۱۷ کسانو چې هویت یې نه دی معلوم جسدونه پرون خاورو ته سپارلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو د مخه په جنګ جګړو او ترافیکي پيښو کې د ۶۰ تنو وژل شویو کسانو جسدوه په میرویس روغتون کې پاتې دي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ امر شمس صمیم ویلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې یې د همدې وژل شویو کسانو د کورنیو د موندلو لپاره اعلانونه کول خو کورنۍ یې پیدا نه شوې.
نوموړي زیاته کړه، تر دې وروسته د اړوند ادارو د یادو جسدونو د خښولو پروسه پیل کړه، چې په ترڅ کې یې پرون د ۱۷ تنو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.
دی وايي، د پاتې ۴۳ جسدونو د ښخولو پروسه به هم په راتلوونکو ورځو کې تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کندهار