هندي رسنیو راپور ورکړي، چې د هند د هوايي ځواک یوې (IAF Mi-17V5) هلیکوپټرې سقوط کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه نن چهارشنبه د لېندۍ ۱۷ د تامیل نادو کونورسیمه کې لوېدلې ده.
د هند هوايي ځواک ویلي، په یاده چورلکه کې د دغه هېواد لوی جنرال درستیز بپین راوت او ۱۴ تنه نور کسان سپاره و.
د سرچینې په وینا د پېښې د څېړلو په اړه سیمې ته پلاوی رسېدلی دی.
خو دایې نه دي ویلي چې په دغه پېښه کې مرګ ژوبله رامنځته شوې او که نه.
جمهورخبري آژانس:کابل