۰

اوچا: په تېرو ۳ میاشتو کې له کابو ۷ میلیونه افغانانو سره مرستې شوې

دوشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۸
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې له کابو ۷ میلیونه افغانانو سره بشري مرستې شوې دي.
اوچا: په تېرو ۳ میاشتو کې له کابو ۷ میلیونه افغانانو سره مرستې شوې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې له کابو ۷ میلیونه افغانانو سره بشري مرستې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۴ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، دغه مرستې د ملګرو ملتونو او همکارانو له خوا له افغانانو سره شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، پر دې سربېره نږدې نهو لکو افغانانو ته‌ يې صحي خدمات رسولي او نږدې یو لک او ۸۰ زره خوارځواکو ماشومانو ته‌ يې خواړه رسولي دي.

په ورته وخت کې اوچا ټینګار کړی، چې ۲۴ مليونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د افغانستان څانګې مشرې ایسابیلا موسارد کارلسن ویلي چې ۲۴ ملیونه افغانان دمګړۍ خوړو، صحي خدماتو، واکسینونو او د ژمي پر مهال امکاناتو او نغدو پيسو ته سخته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي