سیمه ییزې سرچینې وايي، فاریاب ولایت کې یوې ځوانې مېرمنې د کورنیو ستونزو او مشکلاتو لپاره خپل ځان زندۍ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، دغه پېښه د جمعې په شپه د فاریاب ولایت د خواجه سبز ولسوالۍ په تپه قشلاق کلي کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه وايي، دغه مېرمن چې څلور ماشومان هم ترې پاتې دي، د کورنیو ستونزو له امله ځان ژندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الله محمدي د دغه خبر په تایید سره وايي، د یادې پېښې په تړاو د ښځې خاوند نیول شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل