پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونونو د ژر پرانستل کېدو غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه غوښتنه پرون شنبې د لیندۍ ۱۳ مه د پوهنتونو د استادانو سره په کتنه کې کړې ده.
ښاغلي کرزي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پوهنتونونو له استادانو سره یې د لوړ زده کړو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، د هېواد ابادي د افغان ځوانانو په تحصیل پورې تړلې نو پکار ده، چې ژر تر ژره د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړل شي.
د یادونې ده، له هغې وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل، ټول دولتي پوهنتونونه د نجونو د تحصل پر مخ تړل شوي او دغه راز په ځينو ولایتونو کې ان له شپږم پورته هم د نجونو پر مخ ښوونځي نه دي پرانستل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل