۰

حامد کرزي د پوهنتونو د ژر پرانستل کېدو غوښتنه کړې

یکشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۹
پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونونو د ژر پرانستل کېدو غوښتنه کړې ده.
حامد کرزي د پوهنتونو د ژر پرانستل کېدو غوښتنه کړې
پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونونو د ژر پرانستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه غوښتنه پرون شنبې د لیندۍ ۱۳ مه د پوهنتونو د استادانو سره په کتنه کې کړې ده.

ښاغلي کرزي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پوهنتونونو له استادانو سره یې د لوړ زده کړو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، د هېواد ابادي د افغان ځوانانو په تحصیل پورې تړلې نو پکار ده، چې ژر تر ژره د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړل شي.

د یادونې ده، له هغې وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل، ټول دولتي پوهنتونونه د نجونو د تحصل پر مخ تړل شوي او دغه راز په ځينو ولایتونو کې ان له شپږم پورته هم د نجونو پر مخ ښوونځي نه دي پرانستل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي