د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون د خوندیتوب صلاحیت په نامه سند لاسلیک کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې سند کې دواړو لورو هوکړه کړې، چې نور به قطر په افغانستان کې د امریکا دیپلوماتیکي استازیتوب کوي.
دغه راز د دې سند پر بنسټ دوحه د امریکا د ګټو د ساتونکي نقش لري او د واشنګټن او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ د اړیکو په ټینګولو کې به مرسته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، قطر به په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د ګټو یوه څانګه پرانیزي چې ځانګړې کونسلي خدمات به وړاندې کوي او هم به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي تاسیساتو امنیت او اوضعیت څاري.
د تړون له مخې چې د روان کال د ډسمبر د میاشتې وروسته د اجرا وړ دی، قطر به په افغانستان کې د خپل سفارت یو شمیر کار کوونکي د امریکا د کارونو لپاره ځانګړي کړي او په دوحه کې د امریکا د سفارت او د بهرنیو چارو د وزارت سره به له نږدې کار کوي.
د دې تر څنګ قطر منلې چې په موقتي توګه به د شاوخوا ۸ زرو افغانانو چې د ځانګړو ویزو اخیستو لپاره یې غوښتلیکونه سپارلي، کوربه توب وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل