د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي، د افغانستان په اړه د ترویکا راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، د ترویکا غونډه روانه اونۍ په اسلام اباد کې جوړېږي او په هغه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.
نوموړي کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو ښایي په همدې راتلونکو درېیو ورځو کې دغه غونډه ترسره شي.
ترویکا د افغانستان په اړه د روسیې ش لوري رامنځ ته شوی فلټ فارم دی چې په هغه کې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه برخه لري او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل دي.
د یادونې ده، چې د دې غونډو دوه مخکیني پړاوونه په روسیه کې ترسره شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل