۰

امریکا او روسیه: طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي

سی شنبه ۲۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
د افغانستان لپاره د روسیې او امریکا ځانګړو استازو د افغانستان پر روان وضعیت او په دغه هېواد کې د مسکو او واشنګټن د ګډو ګټو په اړه خبرې اترې کړې دي.
امریکا او روسیه: طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي
د افغانستان لپاره د روسیې او امریکا ځانګړو استازو د افغانستان پر روان وضعیت او په دغه هېواد کې د مسکو او واشنګټن د ګډو ګټو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې پرون دوشنبې د لړم ۲۴ مه مسکو کې د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ او روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف لیدنه کې شوې دي.

په دغه لیدنه کې د روسیې د ملي امنیت مرستیال سلاکار وینیدیک توف هم موجود و او دواړو لورو خپل ګډ نظر شریک کړی، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي.

ټام ویسټ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«پرون مې مسکو کې د ضمیرکابلوف او وینیدیک توپ سره په افغانستان کې د خپلې لېوالتیا پر ګډو مسلو او په دې اړه خبرې وکړې چې طالبان باید نړیوالې ټولنې ته په خپلو ژمنو ودرېږي.»

په ورته وخت کې روسي رسنیو د ضمیرکابلوف له قوله ویلي، چې ده له ټامی ویسټ سره په لیدنه کې د افغانستان د ټولو مسلو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي ضمیر کابلوف که څه هم طالبان هڅه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي خو د هغوی هڅې ډېرې پڅې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي