ننګرهار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي

3 عقرب 1400 ساعت 12:01

سیمه ییز امنیتي مسوولین وايي، ننګرهار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي مسوولین وايي، ننګرهار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د لړم ۳ مه د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند قاسم آباد سیمه کې د طالبانو په رنجر موټر شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو رنجر موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړې ښخ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ډاکترنو ویلي چې د پېښې له ځایه دوه تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې یو یې ملکي او بل یې طالب سرتېری دی.

د طالبانو سیمه ییز مسوولین یوازې د چاودنې پخلی کوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 143920

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143920/

جمهور
  https://www.jomhornews.com