۰

ننګرهار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي

دوشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۱
سیمه ییز امنیتي مسوولین وايي، ننګرهار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي
سیمه ییز امنیتي مسوولین وايي، ننګرهار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د لړم ۳ مه د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند قاسم آباد سیمه کې د طالبانو په رنجر موټر شوې ده.

سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو رنجر موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړې ښخ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ډاکترنو ویلي چې د پېښې له ځایه دوه تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي، چې یو یې ملکي او بل یې طالب سرتېری دی.

د طالبانو سیمه ییز مسوولین یوازې د چاودنې پخلی کوي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي