ملابرادر د قزاقستان له ځانګړي استازي سره لیدلي دي

25 میزان 1400 ساعت 12:56

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برار د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي ټالګاټ کلیوف او په امریکا کې د قزاقستان له سفیر یرزان کاروخانوف سره لیدلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برار د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي ټالګاټ کلیوف او په امریکا کې د قزاقستان له سفیر یرزان کاروخانوف سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي برارد او قزاقي استازو تر منځ لیدنه نن یکشنبې د تلې ۲۵ مه د ښاغلي برارد په دفتر کې شوې ده.

د امارت د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي امارت او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ راشه درشه ډېره شوې ده او پر مهمو اقتصادي موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو یې یو بل سره بحثونه کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 143655

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/143655/

جمهور
  https://www.jomhornews.com