د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برار د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي ټالګاټ کلیوف او په امریکا کې د قزاقستان له سفیر یرزان کاروخانوف سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي برارد او قزاقي استازو تر منځ لیدنه نن یکشنبې د تلې ۲۵ مه د ښاغلي برارد په دفتر کې شوې ده.
د امارت د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي امارت او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ راشه درشه ډېره شوې ده او پر مهمو اقتصادي موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو یې یو بل سره بحثونه کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل