د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو به طالبان وهڅوي، چې متمدن چلند وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف دغه څرګندونې پرون شنبې د تلې ۳ مه نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې کړې دي.
نوموړي ویلي، دوی به هغه کسان (طالبان) چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته واک ته رسېدلي وهڅوي، چې متمدن چلند خپل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، روسیه د نړۍ د اکثرو نورو هېوادونو په څېر ښه دا ګڼي چې وګوري طالبان په افغانستان کې څه کوي؟ د حکومت جوړښت یې څه بڼه خپلوي او څرنګه خپلې ژمنې عملي کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل